سوډان ، دارفور كښې د پوځ او ریپډ سپورټ فورسز ترمينځه نښته – 13 ماشومان مړه ، 4 ژوبل

خر طوم 08 اکتوبر (اے پي پي) د سوډان قطبي ریاست دارفور كښې د پوځ او رېپډ سپورټ فورسز ترمينځه نښته كښې 13 ماشومان مړه او 4 نور ژوبل شوې دي۔ د اردو نیوز له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف په خپل بيان كښې ويلي د ماشومانو عمرونه 6 نه تر 17 كاله ؤ۔ سوډان كښې د یونیسف نمائنده شیلډن یټ په ماشومانو دا بريد د نه …

خر طوم 08 اکتوبر (اے پي پي) د سوډان قطبي ریاست دارفور كښې د پوځ او رېپډ سپورټ فورسز ترمينځه نښته كښې 13 ماشومان مړه او 4 نور ژوبل شوې دي۔ د اردو نیوز له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف په خپل بيان كښې ويلي د ماشومانو عمرونه 6 نه تر 17 كاله ؤ۔ سوډان كښې د یونیسف نمائنده شیلډن یټ په ماشومانو دا بريد د نه قبلولو وړ ګرځولو سره وويل جنګونو يا كورنۍ جهګړه كښې د ماشومانو څه قصور نه وي، خو په سوډان كښې د شخړو زياتيدو تر ټولو لوي زيان ماشومانو ته شوې۔ ده ووئيل د جهګړو په مهال عامو سړكونو ، كوڅو او كورونو كښې بايد هر ځائې د ماشومانو تحفظ وكړے شي۔د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې سوډان كښې خپلو كښې د پېل شوې جهګړې له امله تر دې دمه 20 زره ماشومان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔د سوډان پوځ او ریپډ سپورټ فورسز ترمينځه د جنګ له امله يو كروړ څخه زيات كسان بې كوره شوي،چې پكښې 24 لکهه هغه كسان هم شامل دي كومو چې ګاونډي هېوادونو او نورو رياستونو كښې پناه اخستي۔

مزید خبریں