ریاض۔6 اکتوبر(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په رياض كښې خپل فرانسيسي همڅنګ جین نویل باروټ سره د ملاقات په مهال د لبنان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې سعودي او فرانسيسي خارجه وزيرانو په لبنان كښې جنګ بندۍ لپاره په روانو هڅو خبرې اترې وكړې۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز او نړيوال صورتحال جاج …
د سعودي او فرانسيسي خارجه وزيرانو ملاقات ٬ د لبنان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ریاض۔6 اکتوبر(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په رياض كښې خپل فرانسيسي همڅنګ جین نویل باروټ سره د ملاقات په مهال د لبنان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې سعودي او فرانسيسي خارجه وزيرانو په لبنان كښې جنګ بندۍ لپاره په روانو هڅو خبرې اترې وكړې۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز او نړيوال صورتحال جاج هم واغست۔ دواړو خارجه وزيرانو د اسرائيل او لبنان ترمينځه په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي اندېښنه ښكاره كولو سره په روانه وضعه كښې لبناني اولس سره د خپلو هېوادونو لخوا د يو والي څرګندونه وكړه۔







