غزہ۔6 اکتوبر(اے پی پی) په غزه كښې په جومات د اسرائيلي فضائي بريد په نتيجه كښې 18 كسان شهيدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د اتوار په سهار اسرائيلي فضائي بريد كښې د وسطي غزه يو جومات په نخښه كړې شو په كوم كښې چې لږ تر لږ 18 فلسطيني وګړي شهيدان شول۔ رائټرز د فلسطيني نيوز ايجنسۍ حوالې سره وئيلي چې په بريد …
د غزه په جومات د اسرائيل فضائي بريد ٬ 18 فلسطيني وګړي شهيدان ٬ ګڼ شمېر ژوبل

مزید خبریں
غزہ۔6 اکتوبر(اے پی پی) په غزه كښې په جومات د اسرائيلي فضائي بريد په نتيجه كښې 18 كسان شهيدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د اتوار په سهار اسرائيلي فضائي بريد كښې د وسطي غزه يو جومات په نخښه كړې شو په كوم كښې چې لږ تر لږ 18 فلسطيني وګړي شهيدان شول۔ رائټرز د فلسطيني نيوز ايجنسۍ حوالې سره وئيلي چې په بريد كښی د غزه مركزي سيمې دیر البلاح كښې اقصی روغتون ته نزدے جومات په نخښه كړے شو۔ د عيني شاهدينو له مخې په دې جومات كښې بې كوره كړې شويو فلسطيني وګړو پناه اخستې وه۔ د شهيد شويو په شمېره كښې لا اضافه كېدې شي۔ اسرائيلي پوځ د دې بريد تصديق كولو سره ادعا كړې چې دلته عسكريت خوښو خپل كمانډ اېنډ كنټرول سسټم نصب كړے ؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائيلي يو كال څخه روانو پوځي كارروائو كښې په لويه شمېره كښې د استوګنې ودانۍ ٬ روغتونونه ٬ سكولونه ٬ جوماتونه او د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو دفترونه په نخښه كړي د اسرائيل پوځي كارروائيو كښې 42 زره فلېسطنيان شهيدان ٬ د زرګونو په شمېر ژوبل او د لكھونو په شمېر بې كوره شوي دي۔







