اتر پرديش رياست كښې په ټرافيكي پېښه كښې لس كسان مړه٬ درې ټپيان

نوے ډيلے 04 اکتوبر (اے پي پي) د هند په اتر پرديش رياست كښې په ټرافيكي پېښه كښې لس كسان مړه٬ درې ټپيان شوي٬ پېښه د ټرك او ټرېكټر ټرالي ترمېنځه د تصادم په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ د شنهوا له مخې دا پېښه د جمعې په ورځ د رياست په مرزا پور ضلع كښې په جي ټي روډ ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې په ټرالۍ كښې …

نوے ډيلے 04 اکتوبر (اے پي پي) د هند په اتر پرديش رياست كښې په ټرافيكي پېښه كښې لس كسان مړه٬ درې ټپيان شوي٬ پېښه د ټرك او ټرېكټر ټرالي ترمېنځه د تصادم په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ د شنهوا له مخې دا پېښه د جمعې په ورځ د رياست په مرزا پور ضلع كښې په جي ټي روډ ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې په ټرالۍ كښې 13 مزدوران ناست وو كومه چې له بل اړخه راروان ټرك سره ټكر شوه چې په نتيجه كښې ئې 13 كسان په ټكي مړه او درې نور ژوبل شول۔ مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي