قطر، ايراني صدر سره د سعودي خارجه وزير ملاقات ٬ د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

دوحه ۔3 اکتوبر(اے پی پی) د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشکیان سره د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په دوحه كښې ملاقات وكړو او ده سره يۍ د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اېس پي اے له مخې د قطر په پلازمينه دوحه كښې د شوي ملاقات په مهال سعودي خارجه وزير ايراني صدر له د سعودي مشرتابه لخوا د مباركۍ پېغام وركړو …

دوحه ۔3 اکتوبر(اے پی پی) د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشکیان سره د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په دوحه كښې ملاقات وكړو او ده سره يۍ د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اېس پي اے له مخې د قطر په پلازمينه دوحه كښې د شوي ملاقات په مهال سعودي خارجه وزير ايراني صدر له د سعودي مشرتابه لخوا د مباركۍ پېغام وركړو او ده سره يۍ په روانه سيمه ايزه او نړيواله وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع په قطر كښې سعودي سفير شهزاده منصور بن خالد بن فرحان او د خارجه وزارت ډي جي عبد الرحمن الداؤد هم موجود وؤ۔