ابوجا 03 اکتوبر (اے پي پي) په نائجيريا كښې د بېړۍ چپه كېدو له امله 60 كسان مړه او 80 بې دركه شوې دي۔ د رائټرز له مخې د نائيجيريا په شمالي ايالت نائجر كښې په يو مذهبي تهوار كښې د ګډون نه پس په بېړۍ كښې راروان كسان چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو چپه شوي ٬ د موکوا لوکل ګورنمنټ ايريا چيئرمين جبريل عبدالله موريګي ووئيل …
نائجيريا٬ د بېړۍ چپه كېدو له امله 60 كسان مړه٬ 80 بې دركه

مزید خبریں
ابوجا 03 اکتوبر (اے پي پي) په نائجيريا كښې د بېړۍ چپه كېدو له امله 60 كسان مړه او 80 بې دركه شوې دي۔ د رائټرز له مخې د نائيجيريا په شمالي ايالت نائجر كښې په يو مذهبي تهوار كښې د ګډون نه پس په بېړۍ كښې راروان كسان چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو چپه شوي ٬ د موکوا لوکل ګورنمنټ ايريا چيئرمين جبريل عبدالله موريګي ووئيل په بېړۍ كښې 300 كسانو سفر كولو چې پكښې 160 بچ كړې شوي او 60 كسان مړه شوي دي٬ د دې نه علاوه 80 كسان بې دركه شوي هم دي د كومو لټون چې روان دے ۔







