اسرائيل دې په لبنان كښې پوځي كاروائۍ ختمې كړي۔ فرانس

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) فرانس په اسرائيل زور رواړے چې ھغه په لبنان كښې پوځي كاروائۍ په سمدستي توګه ختمې كړي۔ د شنهوا له مخې ايليسي صدارتي مجل د شورو په ورځ په جاري خبر پاڼه كښې ووئيل د فرانس صدر ايمانويل ميکرون د دې خواهش څرګند كړے چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قرارداد 1701 په سختۍ سره عملدرامد سره به د لبنان خپلواكي …

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) فرانس په اسرائيل زور رواړے چې ھغه په لبنان كښې پوځي كاروائۍ په سمدستي توګه ختمې كړي۔ د شنهوا له مخې ايليسي صدارتي مجل د شورو په ورځ په جاري خبر پاڼه كښې ووئيل د فرانس صدر ايمانويل ميکرون د دې خواهش څرګند كړے چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قرارداد 1701 په سختۍ سره عملدرامد سره به د لبنان خپلواكي او سيمه ايز سالميت بحالولې شي۔ ده په دې لړ كښې په لبنان كښې د ملګرو ملتونو عبوري فورس (يو اېن آئي اېف آئي اېل) سره د فرانس د عزم پخلے وكړو۔ ايليسي صدارتي محل ووئيل ډېر زر به د لبنان په ملاتړ كښې يو كنفرنس وكړے شي٬ د فرانس صدر پخوانۍ شخړې هواري ته رسېدو لپاره د خپل عزم پخلے هم وكړو كوم چې د اسرائيل او لبنان ترمېنځه د عارضي پولي بليو لائن په دواړو اړخو د آبادۍ حفاظت باوري كړي۔ ده په دې خبره زور راٶړو چې بې كوره كسان په بشپړه توګه خپلو خونو ته د بېرته لېږلو جوګه كول پكار دي۔