خپل پوځ به په لبنان يا غزه كښې نه تعينات كوٶ: د ايران خارجه وزارت

تهران 01 اکتوبر (اے پي پي) د ايران خارجه وزارت وئيلي دي چې ايران به خپل پوځ د اسرائيل مقابلې لپاره په لبنان يا غزه كښې نه تعينات كوي۔ د اردو نيوز له مخې د ايران د خارجه وزارت وياند ناصر کنعاني وئيلي دي چې د اضافې يا رضاكارو ډلو لبنان يا غزه ته د لېږلو ضرورت نشته۔ ده ووئيل چې لبنان او مقبوضه فلسطين دومره صلاحيت او قوت لري …

تهران 01 اکتوبر (اے پي پي) د ايران خارجه وزارت وئيلي دي چې ايران به خپل پوځ د اسرائيل مقابلې لپاره په لبنان يا غزه كښې نه تعينات كوي۔ د اردو نيوز له مخې د ايران د خارجه وزارت وياند ناصر کنعاني وئيلي دي چې د اضافې يا رضاكارو ډلو لبنان يا غزه ته د لېږلو ضرورت نشته۔ ده ووئيل چې لبنان او مقبوضه فلسطين دومره صلاحيت او قوت لري چې ھغوي د جارحيت په ضد خپله دفاع كولې شي۔ ده ووئيل مونږ ته په دې لړ كښې د كوم اړخ نه درخواست نه دې شوې بلكې مونږ دا باور لرو چې دوي ته زمونږ د ځواكونو حاجت نشته۔ وياند ووئيل چې اسرائيل به د ايران اولس په ضد په شوې جرمونو نه معاف كوٶ۔