په نيپال كښې د سيلاب او لينډسلائيډڼك له امله د مړو شميره 192 ته ورسيده ٬ 30 كسان بې دركه

کھټمنډو۔30ستمبر(اے پی پی) په نیپال كښې د پرله پسې بارانونو په نتيجه كښې د راغلې سېلاب او د لېنډ سلائيډنګ پېښو دلاسه د مړو شمېره زياتېدو سره 192 ته رسېدلې ده۔ د نیپال د داخله وزارت وياند رشي رام تيواړي له مخې نور 30 كسان بې دركه او 194 ژوبل شوي دي۔ ده شنهوا ته ووئيل چې تر دې دمه 4,500 څخه زيات كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي او …

کھټمنډو۔30ستمبر(اے پی پی) په نیپال كښې د پرله پسې بارانونو په نتيجه كښې د راغلې سېلاب او د لېنډ سلائيډنګ پېښو دلاسه د مړو شمېره زياتېدو سره 192 ته رسېدلې ده۔ د نیپال د داخله وزارت وياند رشي رام تيواړي له مخې نور 30 كسان بې دركه او 194 ژوبل شوي دي۔ ده شنهوا ته ووئيل چې تر دې دمه 4,500 څخه زيات كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي او امنيتي ځواكونو په ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې دي۔ د سركاري شمېرو له مخې د اوسني سېلاب او لېنډسلائيډنګ د لاسه 1,327 كورونه ويجاړ شوي او په ګرد هېواد كښې 19 سترې لارې بندې شوي دي چې پرانستلو له يۍ امنيتي ځواكونه متحرك كړې شوي دي۔