ملګري ملتونه۔ 27ستمبر(اے پی پی) د فلسطين صدر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ غزه كښې د جنګ په بندولو زور راوړلو سره وئيلي دي اسرائیل غزه نزدې په بشپړه توګه تباه كړې ده او اوس دغه سيمه ژوند كولو لپاره سازه نه ده پاتې شوې۔ د برطانيې د رسنې ادارے رائټرز له مخې ده تېره ورځ 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ ته ووئيل په غزه كښې د اسرائيل …
فلسطينيانو سره چې څه هم روان دي ګرده نړۍ يۍ ذمه واره ده٬ د صدر محمود عباس ملګرو ملتونو ته په غزه كښې د جنګ بندولو اپيل

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 27ستمبر(اے پی پی) د فلسطين صدر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ غزه كښې د جنګ په بندولو زور راوړلو سره وئيلي دي اسرائیل غزه نزدې په بشپړه توګه تباه كړې ده او اوس دغه سيمه ژوند كولو لپاره سازه نه ده پاتې شوې۔ د برطانيې د رسنې ادارے رائټرز له مخې ده تېره ورځ 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ ته ووئيل په غزه كښې د اسرائيل دا لېونتوب روان پاتے كېدے نه شي۔ فلسطينيانو سره چې څه هم روان دي ګرده نړۍ يۍ ذمه واره ده۔ ده په غزه كښې د يوې ټولشموله او تلپاتې جنګ بندۍ ٬ په لوئيديزه غاړه او ختيځ بېت المقدس كښې د اسرائيلي آباد كارو د بريدونو ختمولو ٬ غزه ته د بشري مرستې ترسيل او د اسرائيلي ځواكونو د ستنېدو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل مونږ د بفر زونز جوړېدو او يا غزه څخه د كومې برخې اغستو مخالفت كوؤ٬ مونږ به د غزه يو سېنټي ميټر هم ورنكړؤ۔ فلسطینی صدر ووئيل رياست فلسطين بايد غزه كښې خپلې ذمه وارۍ په خپله ترسره كړي او په پوليزو چوكو په خاص توګه په رفح نړيواله پوله خپل بشپړ مېنډېټ او اختيار نافذ كړي۔







