ملګري ملتونه 31 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل وئيلي دي تحريك طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) څخه د پاکستان سلامتيا ته سنګين خطرات ورمخې ته دي ٬ د پولې بل اړخ نه د ترهګرو بريدونو له د ټي ټي پي او افغان طالبانو ترمېنځه په خاص توګه د پاکستان په ضد مرستې زياتېږي۔ د کونسل داعش ، القاعده او د هغوي ملګرو ډلو په اړه …
ټي ټي پي څخه د پاکستان سلامتيا ته سنګين خطرات ورمخې ته دي، افغان طالبانو سره د هغوي مرسته زياتېږي: سلامتي کونسل
ملګري ملتونه 31 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل وئيلي دي تحريك طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) څخه د پاکستان سلامتيا ته سنګين خطرات ورمخې ته دي ٬ د پولې بل اړخ نه د ترهګرو بريدونو له د ټي ټي پي او افغان طالبانو ترمېنځه په خاص توګه د پاکستان په ضد مرستې زياتېږي۔ د کونسل داعش ، القاعده او د هغوي ملګرو ډلو په اړه د کونسل تجزياتي معاونت او د بنديزونو نګراني كونكې ډلې په رپورت كښې وئيلې دي چې د طالبانو په رضامندۍ او په ځېنې وختونو كښې ملاتړ سره ټي ټي پي په پاکستان كښې دننه بريدونه تند كړي دي چې پكښې په بنيادي توګه پوځي تنصيبات په نخښه كېږي، پاکستان ته په دې وروستيو كښې د 800 نه زياتو بريدونو سره مخ پاتې كېدل پغاړه شوي٬ د ټي ټي پي په کيمپ كښې القاعده د طالبانو په شموليت ځائي افغان جنګيالو او د ټي ټي پي كاركنانو ته تربيه وركوي، ټي ټي پي سره د 6,000 نه تر 6,500 جنګيالي موجود دي ٬ كوم چې افغانستان كښې ترلاسه كړې د ناټو وسله كاروي چې پكښې نائټ ويژن آلات هم شامل دي۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي القاعده ټي ټي پي لپاره وسله او ځانمرګي جېټكس اغستو لپاره فنډنګ كوي، افغانستان څخه د ترهګرۍ خطر د ملګرو ملتونو په يو شمېر هېوادونو كښې د تشويش سبب جوړېږي۔ رپورټ له مخې پاکستان پرله پسې د نړيوالې ورورولۍ پام د ټي ټي پي ترهګرو څخه رامخې ته خطر پلو ګرځولے چې پكښې وئيلي شوي چې دوي ته بهرنۍ مرسته هم ترلاسه ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي د القاعده د ځينې اهلكارو په افغانستان كښې د نوي داخلي سفر٬ تربيې٬ بهرتۍ او تنظيم نو هڅې هم رامخې ته شوي۔ رپورټ كښې د ملګرو ملتونو د يو شمېر غړو هېوادونو حواله وركولو سره وئيلي شوي چې د القاعده مشر ابو اخلاص المصري په كنړ ولايت كښې د ټي ټي پي سره د ځان مرګي بمبار تربيه كولو له د جماعت الاحرار سره مرسته كوي٬ دواړو رياستونو ټي ټي پي د 26م مارچ د بريد ذمه وار ګرځولے۔د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې بشام سيمې سره نزدې د هائيډرو پاور ډيم په پراجيکټ د كار كوٶنكو چينائي وګړو په ضد د ټي ټي پي او د طالبانو ترمېنځه مرسته زياته شوې، په افغانستان كښې افرادي قوت او د تربيې كېمپونو اشتراك او د تحريک جهاد پاکستان (ټي جے پي) د بېنر لاندې نور مرګوني بريدونه كوي٬ دې لپاره ټي ټي پي نورو ترهګرو لپاره په يو لوئي تنظيم بدلېدے شي











