كولمبو 26 جولائي (اے پي پي)په سري لنكا كښې به صدارتي ټاكنې سږ كال د ستمبر په 21مه نېټه كېږي۔رائټرز د سري لنكا حكومت لخوا د جمعې په ورځ جاري نوټيفيكېشن په اړه ووئېل په هېواد كښې د نوې صدر ټاكنې لپاره ووټنګ به د ستمبر په 21مه نېټه كېږي۔په نوټس كښې وئېلې شوي د ټاكنو لپاره د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه به د اګست په 15مه نېټه جمع كول …
په سري لنكا كښې به صدارتي ټاكنې د ستمبر په 21مه نېټه كېږي
كولمبو 26 جولائي (اے پي پي)په سري لنكا كښې به صدارتي ټاكنې سږ كال د ستمبر په 21مه نېټه كېږي۔رائټرز د سري لنكا حكومت لخوا د جمعې په ورځ جاري نوټيفيكېشن په اړه ووئېل په هېواد كښې د نوې صدر ټاكنې لپاره ووټنګ به د ستمبر په 21مه نېټه كېږي۔په نوټس كښې وئېلې شوي د ټاكنو لپاره د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه به د اګست په 15مه نېټه جمع كول وي۔ كولمبو كښې د پالېسۍ متبادلات د جوړ شوي سينټر سينئر محقق بهاواني فونسيكا ووئيل دا د سري لنكا لپاره يو مهم وخت دے۔د جمهوريت لپاره آزادانه او منصفانه ټاكنې كول ضروري دي۔هيله ده چې صدر وكرم سنګهے به په ټاكنو كښې د صدارتي كانديد په توګه ميدان ته راشي۔











