کېنبرا 25 جولائي (اے پي پي) د آسټراليا په ختيز ولايت كمبرلے سيمه كښې د څاروٶ فارم لپاره كارېدونكې دوه چورلكې خپل مېنځ كښې د ټكر كېدو له امله نسكورې شوي چې په نتيجه كښې ئې دواړه پائليوټان مړه شوي۔ د شنهوا له مخې ځائي چارواكو ووئيل پېښه د كمبرلے سيمه په يو كوچني كلي کيمبلين كښې ماؤنټ اينډرسن اسټيشن سره نزدې رامخې ته شوه ۔ د پېښې په اړه …
آسټراليا، د څاروٶ فارم له كارېدونكې دوه چورلكې نسكورې شوې٬ دواړه پائيلټس مړه شول
کېنبرا 25 جولائي (اے پي پي) د آسټراليا په ختيز ولايت كمبرلے سيمه كښې د څاروٶ فارم لپاره كارېدونكې دوه چورلكې خپل مېنځ كښې د ټكر كېدو له امله نسكورې شوي چې په نتيجه كښې ئې دواړه پائليوټان مړه شوي۔ د شنهوا له مخې ځائي چارواكو ووئيل پېښه د كمبرلے سيمه په يو كوچني كلي کيمبلين كښې ماؤنټ اينډرسن اسټيشن سره نزدې رامخې ته شوه ۔ د پېښې په اړه د ابتدائي پلټنو په مهال معلومه شوه چې دواړه چورلكې يو بل سره د ټكر كېدو په سبب پرېوتي۔ د پوليس له مخې د آسټريلين ټرانسپورټ سيفټي بيورو به د دې پېښې د ټرانسپورټ سيفټي په لړ كښې تحقيقات كوي۔











