بيجنګ 24 جولائي (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه موسمياتي او د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د مرستې زياتوالي په لړ كښې د چين د موسميات پوهان به کلاٶډ بيسډ ارلي وارننګ سسټم (سي اي ډبليو اېس) لګولو او په کمېشننګ مرستې لپاره د پاكستان دوره كوي٬ د ګوادر پرو له مخې موسمياتي او د قدرتي آفتونو مخنيوي پحقله دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره پاکستان …
د چين او پاکستان ترمېنځه د موسمياتي او قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره مرسته كښې زياتوالے ٬ د چين د موسميات پوهان به د كلاٶډ بېسډ ارلي وارننګ سسټم لګولو لپاره د پاكستان دوره كوي
بيجنګ 24 جولائي (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه موسمياتي او د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د مرستې زياتوالي په لړ كښې د چين د موسميات پوهان به کلاٶډ بيسډ ارلي وارننګ سسټم (سي اي ډبليو اېس) لګولو او په کمېشننګ مرستې لپاره د پاكستان دوره كوي٬ د ګوادر پرو له مخې موسمياتي او د قدرتي آفتونو مخنيوي پحقله دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره پاکستان كښې د کلاٶډ بيسډ ارلي وارننګ سسټم (سي اي ډبليو اېس) اطلاق په اړه د تربيې وركشاپ د چين په بيجنګ ښار كښې وشو چې پكښې د موسميات محكمې (پي ايم ډي) 20 افسران او پوهان د تربيې او معلوماتو تبادلې لپاره راجمع شوي٬ د ورکشاپ په پائې كښې د چين پوهانو د سي اي ډبليو اېس سسټم لګولو او په کميشننګ به د موسميات ځائي كسانو سره مرستې لپاره د پاكستان دوره كوي۔ د سي اېم اے او د پي اېم ډي لخوا په مشتركه توګه جوړ كړے شوي دې نظام كښې د موسم سخته څارنه٬ پېشنګوئي٬ د آب و هوا اندازې٬ د موسمياتي سېټلائټ نګراني٬ ريموټ سېنسنګ او د موسمياتي مشاهدې سهولتونه لګول او د خيال ساتنې لپاره ټېكنالوجيز شامل دي۔











