نيپال٬ د الوتكې لوېدلو له امله 18 كسان مړه شول

کھټمنډو 24 جولائي (اے پي پي) د نيپال په پايه تخت کھټمنډو كښې د الوتكې لوېدلو له امله 18 كسان مړه شوي ۔ د شنهوا نيوز له مخې د نيپال سول ايوي ايشن اتھارټۍ وياند هنس راج پانډے ووئيل د شورو په سهار د کھټمنډو په تريبھون نړيوال مېدان د سوريا ايئرلائنز الوتكه ولوېدله چې په نتيجه كښې ئې 18 كسان مړه شول ۔ ده ووئيل د پېښې په سبب …

کھټمنډو 24 جولائي (اے پي پي) د نيپال په پايه تخت کھټمنډو كښې د الوتكې لوېدلو له امله 18 كسان مړه شوي ۔ د شنهوا نيوز له مخې د نيپال سول ايوي ايشن اتھارټۍ وياند هنس راج پانډے ووئيل د شورو په سهار د کھټمنډو په تريبھون نړيوال مېدان د سوريا ايئرلائنز الوتكه ولوېدله چې په نتيجه كښې ئې 18 كسان مړه شول ۔ ده ووئيل د پېښې په سبب هوائي مېدان بند كړے شو٬ د دې نه وړاندې وياند د مړو كسانو شمېره 22 ښودلې وه خو د دې نه وروستو ئې د دې ترديد كولو كښې ووئيل په پېښه كښې 18 كسان مړه شوي او د رېسكيو ډلې شمېره ناسمه وه۔ده ووئيل په الوتكه كښې 19 كسانو سفر كولو۔