كوز دیر 30 مئی (اے پي پي) په جون مياشت كښې پيل كيدونكې 5 ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن تيارو په اړه د كوز دير ډپټی کمشنر واصل خان په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔په دې موقع این سټاف افسر راروانه مياشت كښې پيل كيدونكې د پوليو مخنيوي كمپائن تیارو ، فیلډ فارمېشن ، بيل انډیکیټرز په اړه تفصیلی بریفینګ وركړو۔په غونډه كښې ډپټی کمشنر د پوليو مخنيوي كمپائن بيلو اشارو،پولیو ایکشن پلان او د ټاكلې شوې اهداف تفصیلی جاج واخست۔ ده د پولیو مائیکرون پلان په ټولو پلان عمل درآمد باوري كولو او د پوليو څاڅكې كور په كور ماشومانو له وركول تر ټولو لويه ذمه واري وګرځوله۔ډی سی د پولیو مهم په مهال فیلډ پولیو ورکرز له د كوټلې امنيت باوري كولو هم سپارښتنه وكړه۔