پېښور 29 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو كښې اضافه وفاقي بجټ سره مشروط كړې ده۔ د خزانې وزير آفتاب عالم ووئيل وفاقي حكومت چې څومره اضافه د ملازمانو په نتخاګانو كښې كوي دغې مناسبت سره به پرېكړه كلوې شي٬ د احتجاج په مهال ملازمانو په تنخاګانو كښې د اضافې پشمول نورې مطالبې وړاندې كړې كوم چې نوټ كړې شوې۔ ده ووئيل د دوي د تحفظاتو لرې كولو لپاره به كمېټي جوړولې شي په دې لړ كښې وزيراعلٰې علي امين ګنډا پور سره خبره شوې ده