کوئټه ۔ 29 مئی (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي بسيمه ته نزدې په رامخې ته شوې ترافيكي پيښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سي اېم سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وزيراعلی په پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ ده وئيلي چې زه د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يم۔ وزیراعلی اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په پېښه كښې ژوبل شويو ته د درملنو غوره آسانۍ ورسوي۔ ده ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه