خېبرپښتونخوا كښې د بچت سكيم له مخې يو شمېر منصوبې ختمې كړې شوي۔ د پرمختګ او منصوبه بندۍ محكمې دستاوېز

پېښور 27 مئي (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د بچت سكيم له مخې يو شمېر منصوبې ختمې كړې شوي۔ په دې لړ كښې د پرمختګ او منصوبه بندۍ محكمې لخوا په جاري دستاوېز كښې وئيلي شوي د خېبرپښتونخوا حکومت 601 پرمختيائي منصوبې ختمې كړي ٬ د دغې منصوبو ختمېدو سره به 473 اربه روپۍ بچت شي٬ د منصوبو ريشنلائزيشن وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په 3 اپرېل غونډه كښېكړې ٬ چارواكو ووئيل د سړكونو جوړېدو 47 منصوبې ختمېدو سره به 76 اربه 20 كروړه 75 لكه روپۍ او د ملټي سيکټر ډويلپمنټ 66 منصوبې ختمېدو سره به 74 اربه 53 كروړه 33 لكه روپۍ بچت شي٬ په رپورټ كښې وئيلي شوي د ابتدائي او ثانوي تعليم 46 او د لوړو زده كړو 37 منصوبو ختمېدو سره به د اربونو روپو بچت باوري شي۔