باجوړ: د نامعلومه وسله والو په ډزو يو تن ووژلے شو

باجوړ۔ 27 مئی (اے پی پی) په باجوړ ضلع كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو يو تن ووژلے شو۔ پوليس رپورټ درج كولو سر پلټنې پېل كړې دي۔ د پوليس چارواكو له مخې دا پېښه د ګل په ورځ د خار تحصيل په عنايت كلي بازار كښې رامخې ته شوه۔ د چارواكو له مخې بشیر خان نومي تن په بازار كښې سودا كوله چې نامعلومه كسانو پرې ډزې وكړې۔ پوليس چارواكو د عيني شاهدينو په اړه وئيلي چې د ډزو په نتيجه كښې بشير خان سخت ژوبل شو كوم چې وروستو په ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون كښې په حق ورسېد۔ چارواكو د بشير خان تعلق د تحصيل ماموند بدان سيمې څخه ښودلے دے۔ پېښې څخه وروستو پوليس اهلكارو سيمه محاصره كړه او د ككړو درك لګولو له يۍ عمليات پېل كړل۔