د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د قامی اسمبلۍ غړي سید خورشید احمد شاه سره ملاقات

پېښور 26 مئی (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د پیپلز ګوند مرکزی لارښود او د قامی اسمبلغ غړي سید خورشید احمد شاه سره ملاقات کړې ۔ ملاقات كښې په ټول هېواد او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا په سیاسی او سماجی او حکومتی چارو د خيالاتو څركندونه شوي ۔ ملاقات كښې د صوبې په مالی مسئلو او امن و امان په صورتحال هم خبرې اتري شوي۔سید خورشید احمد شاه د خېبر پښتونخوا ګورنر له په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركړه۔په دې موقع خورشید شاه وئويل د خېبر پښتونخوا ګورنر په تحمل بردباری او احساس ذمه وارۍ سره آئینی فرائض ترسره كول د ستائنې وړ دي۔ فیصل کریم کنډی وئويل د وفاق د نمائنده په حیثیت سره به د وفاق او صوبې ترمينځه زياتې شوي فاصلې کمولو بشپړه هڅې كوم، صوبائی حکومت له هم بلنه وركړې شوي چې د صوبې حقونو لپاره په ګډه تلل غواړم ، صوبه كښې د ټولو سیاسی ګوندونو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوم۔ده وئويل د ملاقاتونو مقصد د صوبې حقونه او اولسې ښېكړې لپاره په ګډه تګلاره جوړولو سره د صوبې مقدمه وړاندې كول غواړم۔