د قامی وطن پارټي صوبائی چیئرمېن د ایران قونصلګرۍ دورہ، فضائی پېښه كښې د ايران صدر په شهادت د غمرازۍ څرګندونه

پېښور 24 مئی (اے پي پي) د قامی وطن پارټي صوبائي چیئرمېن سکندر حیات خان شیرپاؤ پېښور كښې د ايران قونصلګرۍ دوره وكړه او د چورلكي په پېښه كښې د ايران صدر ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت ئې غمرازي ښكاره كړه،په دې موقع ده په تعزیتی کتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔