پېښور 23 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د قامي اسمبلۍ غړي سردار محمد يوسف، پخواني صوبائي وزير شيراعظم خان وزير، د اسلامي نظرياتي کونسل پخواني چيئرمېن ډاکټرقبله آياز پشمول د شېخ زيد اسلامك سنټر يونيورسټي آف پشاور ډائريکټر ډاکټر رشيد احمد او ډاکټر عبدالرحمن خان،د خټك جرګه اتحاد پاكستان او د پاکستان پيپلزپارټي کراچۍ چيئرمېن محمد هارون خان خټك په ګورنر هاٶس پېښور كښې جلا جلا ليدلي۔ په دې موقع دوي ګورنر ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره ده لپره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شرېكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه