
پېښور 23 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردارعلي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د پشاور ډويلپمنټ اتھارټۍ بورډ 11مه غونډه وشوه٬ په غونډه كښې صوبائي وزير ارشد ايوب خان او د پېښور ميئر نه علاوه اړوند انتظامي چارواكو او د بورډ غړو ګډون كولو۔ يو نيم كال پس په غونډه كښې په 33 نكاتي اېجنډا غور وشو او مهمې پرېكړې هم وشوې۔ په غونډه كښې د پېښور ښار د ټرافېك مسئلو حل لپاره د رنګ روډ پشمول په نورو مهمو سړكونو انډر پاسز او د فلائي اووز جوړولو پرېكړه وشوه ٬ چې پكښې 8 انډر پاسز او پلائي اووز به جوړولې شي، په غونډه كښې د رنګ روډ د پراختيا او بحالۍ منظوري هم وركړې شوه۔ بورډ د پي ډي اے په انتطام كښې چلېدونكې ټيوبولز د لمر په توان د منتقل كولو منظوري هم وركړه ٬ دې څخه به پي ډي اے ته د بجلۍ بلونو په مد كښې په كلنه توګه 81 كروړه روپۍ بچت شي٬ دغس ېبورډ په ريګي للمه ماډل ټائون كښې د پي ډي اے د سب آفس جوړولو هم منظوري وركړه۔