پېنډۍ 22 مئي (اے پي پي) پريذيډنټ ټرافي ګريډ ټو (تھري ډے) کرکټ ټورنامنټ كښې د پي اے اېف لوبډلې د آرمي لوبډلې ته په اوو وكټو ماتې وركړې٬ د مېچ په درېمه ورځ د آرمي ډلې خپل دوېم اننګز كښې 253 رنز جوړ كړل ٬ قادر خان 79 او عادل خان 70 رنز جوړ كړل۔ د پي اے اېف لخوا محمد اوېس په غوره باؤلنګ كولو سره پنځه وكټونه ترلاسه كړل٬ د يادونې وړ ده د پي اے اېف ډلې خپل وړومبې اننګز په 407 رنز د 7 لوبغاړو په آٶټ كولو سره ډكليئر كړو او د دغې په ځواب كښې د آرمي ډله 225 رنز باندې آٶټ شوه۔