اېم پي اے صمد خان ګورګيج د ايران قونصلګرۍ ته لاړ٬د صدر ابراهيمي رئيسي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

كوئټه 22 مئی (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي صوبائي لارښود او د صوبائي اسمبلۍ غړے صمد خان ګورګيج په كوئټه كښې د ايران قونصلګرۍ ته لاړو چرته چې هغه د چورلكې په پېښه كښې د ايران صدر ابراهيمي رئيسي او نورو اعلٰی چارواكو په مړينه غمرازي وكړه٬د هغه سره د پاكستان پيپلز پارټي صوبائي ريكارډ سېكرټري درمحمد هزاره٬ د صوبائي كونسل غړے غلام جان حسن زئي پشمول نور هم وو۔په دې موقع اېم پي اے صمد خان ګورګيج په قونصلګرۍ كښې د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔