پېښور 21مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د چورلكې په پېښه كښې د ايراني صدر ابراهيم رئيسي٬خارجه وزير حسېن او د هغه د ملګرو په حق رسېدو د غم دړد څرګندونه وشوه او په دې اړه د غمرازۍ قرارداد په يوه خله منظور كړے شو ٬قرارداد د پيپلز پارټي پارليماني مشر احمد كريم كنډي وړاندې كړو چې پكښې د ايران اولس او غم جنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه شوی٬د خوراك صوبائي وزير ظاهر شاه طورو ووئېل د اسلامي نړۍ تر ټولو لوئې لارښود په دې پیښه كښې په حق رسېدلے٬دا زيان يواځې د ايران نه بلكې د ټولې نړۍ دے٬ ده ووئېل د ايران صدر د فلسطين حق له غږ پورته كړے ؤ ٬د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې د ايران قام سره ولاړ دے٬په دې موقع اېم پي اے عدنان قادري د ارواښادو بخښنې لپاره اجتماعي دعا وكړه