اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي داخله وزارت ته امر وكړو چې آټومېټك وسلو لپاره د وسلې لائسنسونو د رېګولېشن معامله دې د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ دا خبرې وزيراعظم د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د آټومېټك وسلو لائسنسونو په معامله د بريفنګ غونډې مشرۍ په مهال وكړې ۔ داخله سېكتر وزیراعظم ته د وفاقي او صوبائي …
آټومېټك وسلو لپاره د وسلې لائسنسونو د رېګولېشن معامله دې د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي داخله وزارت ته امر وكړو چې آټومېټك وسلو لپاره د وسلې لائسنسونو د رېګولېشن معامله دې د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ دا خبرې وزيراعظم د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د آټومېټك وسلو لائسنسونو په معامله د بريفنګ غونډې مشرۍ په مهال وكړې ۔ داخله سېكتر وزیراعظم ته د وفاقي او صوبائي حكومتونو لپاره د جاري كړې شوې وسلې لائسنسونو شمېرو په اړه په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔ سېكتر د وسلې لائسنسونو اجراء پحقله د پاليسي فرېم ورك په اړه هم غونډه خبر كړه ۔ غونډې ته ووئيل شول چې د كال 2010 او 12 په مهال د ممنوعه بور وسلو 19 زره 143 لائسنسونه جاري كړې شوې ۔ د كال 2013 په عبوري دور كښې په مجموعي توګه د ممنوعه بور 25 زره 789 لائسنسونه جاري شوي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د اوسني حكومت په دور كښې تر اوسه د ممنوعه بور يوازې 410 لائسنسونه جاري كړې شوې دي چې پكښې 400 لائسنسونه واپډا او لس شخصياتو ته جاري كړې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د ټولو لائسنسونو د تجديد لپاره د دسمبر 30مه نيټه كال 2017 ډېټ لائن ټاكلې شوې دې او د دې نه پس به د داخله وزارت لخوا جاري كړې شوې ټول نان كمپيوټرائزډ لائسنسونه منسوخ ګڼلې شي۔ وزیراعظم داخله وزارت ته امر وكړو چې د د وسلې لائسنسونو اجراء په اړه دې جامع پاليسي جوره كړې شي دغسې چې دا عمل نور آسان او خواست كوٶنكو لپاره دوستانه جوړ كړې شي۔ ده امر وكړو چې د وسلې لائسنسونه د نادرا د كمپيوټرائزډ شناختي كارډ ډېټا بېس سره پېوست كول پكار دي۔











