تحصیل ډډيال څخه اظهر صادق سره د خپلو ملګرو په پاکستان مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر كښې شامل شو ،آزاد کشمیر  كښې په غنمو او بجلۍ به ریلیف  برقرار وي۔انجینئر امیر مقام دستورې ته وينا

اسلام آباد۔ 29 جون  (اے پي پي) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د آزاد کشمیر اولس له به په  غنمو او بجلۍ وركړې شوې ریلیف برقرار وي دغسې د پرمختيائي پروژو سلسله به هم روانه وي،د آزاد کشمیر د ټولو مسئلو آئیني او جمهوري حل په ټاكنو كښې دے كومي به چې په 27 جولائی کيږي او ټاكلې اسمبلي د …

اسلام آباد۔ 29 جون  (اے پي پي) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د آزاد کشمیر اولس له به په  غنمو او بجلۍ وركړې شوې ریلیف برقرار وي دغسې د پرمختيائي پروژو سلسله به هم روانه وي،د آزاد کشمیر د ټولو مسئلو آئیني او جمهوري حل په ټاكنو كښې دے كومي به چې په 27 جولائی کيږي او ټاكلې اسمبلي د قانون سازۍ اختیار لري۔ده په اسلام آباد كښې د تحصیل ډډيال څخه  د اظهر صادق سره د خپلو ملګرو په پاکستان مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر كښې د شمولیت په موقع دستورې ته وينا كوله۔په دې موقع د مسلم لیگ (ن) آزاد کشمیر جنرل سیکریټری چوهدری طارق فاروق، سینئر رہنما و امیدوار ډاكټر نجیب نقی، پخوانے سینئر وزیر کرنل (ر) وقار، سیکرټری اطلاعات بیرسټر افتخار ګیلاني ، امیدوار ثاقب مجید، چوهدري سعید، چوهدري رزاق او سردار طارق هم موجود وو۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام اظهر صادق ته د ګوند ټوپۍ او مفلر وركولو سره هغه ته په مسلم لیګ (ن) كښې هركلے اووې ۔انجینئر امیر مقام ووئيل زه اظهر صادق او د هغه ملګرو ته مسلم لیګ (ن) كښې په شمولیت مبارکي وركوم۔ده ووئيل مونږ د کالعدم جوائنټ عوامي ایکشن کمېټۍ په غوښتنو عمل درآمد لپاره مخلصانه هڅي كړي خو بيا هغوي د دې نه ځانله 8 غوښتني نورې هم وړاندې كړي۔ده ووئيل په ځينيو غوښتنو مونږ تحفظات لرل ځكه چې هغه د آزاد کشمیر د اولس غوښتني نه وي،دې لپاره د تورونو لګولو په ځائے بايد حقائق تر نظره اوساتلې شي۔وفاقی وزیر ووئيل پخواني وزیراعظم  نواز شریف او وزیراعظم   شهباز شریف  آزاد کشمیر كښې ګڼې پرمختيائي پروژوې پيل كړي او سباؤن كښې به هم دا مزل روان ساتلې شي۔

مزید خبریں