د اوبو تحفظ د پاکستان قانوني او جائز حق دے، د سندھ طاس لوظنامې په اړه وړومبے نړيوال سیمینار سبا اسلام آباد كښې كيږي۔عطاء الله تارړ

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا الله تارړ وئيلي دي سندھ طاس لوظنامه د پاکستان لپاره مهمه سټریټجکي معامله ده،په دې اړه د پاکستان موقف نه يواځې په نړيواله كچه منلے شوے بلكه د هغې توثیق هم شوے،د اوبو تحفظ د پاکستان قانوني او جائز حق دے،په نړيوال فورمز د پاکستان موقف ته په زړه پوري وده ترلاسه شوې دغسې هند په …

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا الله تارړ وئيلي دي سندھ طاس لوظنامه د پاکستان لپاره مهمه سټریټجکي معامله ده،په دې اړه د پاکستان موقف نه يواځې په نړيواله كچه منلے شوے بلكه د هغې توثیق هم شوے،د اوبو تحفظ د پاکستان قانوني او جائز حق دے،په نړيوال فورمز د پاکستان موقف ته په زړه پوري وده ترلاسه شوې دغسې هند په هر فورم د شرمندګۍ سره مخ شوے، سندھ طاس لوظ نامه په بشپړه ډول نافذالعمل ده،هغه په يو اړخيزه توګه معطل كيدې نشي او نه په هغې كښې بدلون كېدلې شي ، د دې لوظ نامې بيلو اړخونو څخه خبرتيا لپاره اسلام آباد كښې وړومبے نړيوال سیمینار كيږي چې پكښې به د ټولي نړۍ څخه د اوبو او قانوني پوهان ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د وفاقی وزیر مصدق ملك سره خبري کنفرنس ته وينا كښې د اطلاعات وزير ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د پاکستان موقف نه يواځې په نړيواله كچه منلے شوے بلكه د هغې توثیق هم شوے چې د اوبو تحفظ پاکستان لپاره زيات مهم دے بلكه دا د پاکستان قانوني او جائز حق هم دے۔ده ووئيل د قانوني نقطه نظر تر مخه هم په نړيواله كچه د پاکستان موقف ته تقويت ترلاسه شوے ځكه چې دغه لوظنامه نه په يو اړخيزه ډول ختميدې شي او نه په هغې كښې څه ډول بدلون كيدې شي۔ده ووئيل سندھ طاس لوظ نامه كښې فریم ورك وضعه دے كوم چې په بشپړه ډول نافذ العمل دے او په هغې عمل درآمد كيږي۔ وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په هر فورم واضحه كړې چې اوبه د پاکستان لائف لائن او ریډ لائن دے او په دې د پاكستان حق دے۔ ده ووئيل د اوبو په اړه لوظ نامه پاکستان او هند په رسمي توګه منلي وه كومه چې نن هم نافذ العمل ده۔هند په مختلف نړيوال فورمز په دې معامله شرمندګۍ سره مخ دے دغسې د هغوي موقف كوم هم فورم نه دې منلے۔وفاقي وزير ووئيل سبا په اسلام آباد كښې د سندھ طاس لوظنامې په اړه يو نړيوال سیمینار كيږي چې پكښې د ټولي نړۍ څخه واټر او لیګل ایکسپرټس ګډون كوي۔ده ووئيل سیمینار كښې به د هغې قانوني حیثیت او د لوظنامې بيلو اړخونو په اړه خبرتيا رامخې ته كولې شي۔ده ووئيل دا د خپل نوعيت وړومبے نړيوال سیمینار دے او بهر هېوادونو څخه ګن شمير پوهان او ميلمانه پاكستان ته رارسيدلي دي۔ د يوې پوښتني په ځواب وفاقی وزیر ووئيل د كوم هم ښار ماسټر پلان كښې ګرين ایریا او رهائشی ایریا بيليږي۔د ځنګلو وهلو په اړه ده ووئيل د ځنګلو وهلو مخنيوي لپاره ګامونه پورته كيږي۔ده ووئيل د ځنګلو تحفظ ته حکومت پام لرنه كوي دغسې وفاقی حکومت سره سره ټول صوبائي حکومتونه هم د اونو نالولو ته پام لرنه كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان هغه لسو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلونو له امله زيات ځپلے شوے حالانکه نړيوال کاربن اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم كمه ده۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وفاقی وزیر ووئيل انډس واټر ټریټی دا مهال د پاکستان لپاره زياته مهمه معامله او يو سټریټجکي ترجیح ده۔ده ووئيل پاکستان په هر نړيوال فورم خپل موقف په ښه ډول وړندې كړے۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ پشمول په هر نړيوال فورم د پاکستان مقدمه وړاندې كړي دغسې ګرین فنانسنګ په اړه کلیدی کردار ترسره كوونكي هېوادونه ئې هم خبر كړي دي چې د موسمیاتی بدلون له امله پاکستان هر كال په اربونو ډالره زيان پورته كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت د موسمیاتی بدلونونو اثرات مخنيوي لپاره خپل وسائل كاروي۔ده ووئيل د ګرين فنانسنګ فنډ په اړه د نړۍ ګڼو هېوادونو پاکستان سره عزم كړے او مختلف نړيوال فورمز په دې لړ كښې ئې خپل کمټمنټس هم وركړي۔ده ووئيل معاشی صورتحال كښې د ښه والي له امله پاکستان د دې جوګه شوے چې خپل ریلیف او ډیزاسټر مینجمنټ اقدامات په خپلو وسائلو ترسره كوي بلکه كه نورو هېوادونو كښې قدرتی آفت رامخې ته شي نو پاكستان هلته هم د مرستې كولو صلاحیت لري۔

مزید خبریں