اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي په يوه دوه مياشتو كښې د سندھ طاس لوظ نامه په نړيواله كچه پورته كړې شوې، د پاکستان معيشت، روزګار او د غذائي تحفظ بنيادي انحصار په اوبو او كركيله دے٬ دې لپاره به پاكستان د اوبو د خپلو حقونو سودا ونه كړي، پاکستان په نړيواله كچه خپل موقف په بشپړ ډول رامخې …
پاکستان به د اوبو د خپلو حقونو سودا ونه كړي۔ ډاکټر مصدق ملك
اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي په يوه دوه مياشتو كښې د سندھ طاس لوظ نامه په نړيواله كچه پورته كړې شوې، د پاکستان معيشت، روزګار او د غذائي تحفظ بنيادي انحصار په اوبو او كركيله دے٬ دې لپاره به پاكستان د اوبو د خپلو حقونو سودا ونه كړي، پاکستان په نړيواله كچه خپل موقف په بشپړ ډول رامخې ته كوي او په راتلونكې نړيوال کنفرنس به په انډس واټر ټريټي، نړيوالو قوانين او د كوزو سيمو د هېوادونو د اوبو د حقونو مقدمه په بشپړه توګه وړاندې كولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره خبري كنفرس ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ ډاکټر مصدق ملك ووئيل د پاکستان د 40 نه تر 50 فيصده د آبادۍ د معاش ذريعه كركيله ده او د قامي معيشت د 20 نه تر 25 فيصده برخه هم كر كېلې سره تړلې ده۔ ده ووئيل پاکستان يوازې اعلان نه دے كړې بلكې د تېر يو نيم كال په مهال دوه ځله په عملي توګه ئې دا ثابته كړې ده چې پاكستان د خپلو قامي مفاداتو د دفاع بشپړ صلاحيت لري۔ ډاکټر مصدق ملك ووئيل دا معامله يوازې د پاكسان نه بلكې د نړۍ د ھغه ټولو هېوادونو ده كوم چې د دريابونو لاندې برخو كښې پراته دي۔ ده په دې موقع دا پوښتنه رامخې ته كړه چې آيا نړئ اوس د اصول تسلم كړي چې د بره سيمو هېوادونه د كوزو سيمو هېوادونو كښې د مېشته اولس اوبه ايسارولې شي او د دوي ماشومان اوږې تګې ساتلې شي؟ كه داسې وشول نو بيا به د نړۍ د اربونو خلقو بنيادي حقونه خطر سره مخ شي۔ ده ووئيل حق لپاره د باطل په وراندې اودرېدل او د ضرورت له مخې قربانۍ وركول زمونږ د 1400 كالو زوړ روايت دے او نن به هم په دې روايت كومه سمجهوته ونه كړې شي۔ ده د ميډيا استازو ته بلنه وركولو سره ووئيل ھغوي دې په كنفرنس كښې ګډون وكړي چرته چې به انډس واټر ټريټي، نړيوال قوانين، کنونشنز او د پاکستان د موقف په ټولو قانوني او تکنيکي اړخونو تفصيلي بريفنګ وركولې شي او د هرې پوښتنې به ځواب وركولې شي











