پېښور 29 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پي ډي اېم اے صوبه كښې د پشكال بارانونو څخه وړاندې سپیل الرټ جاري كړو۔د خېبرپښتونخوا پي ډي اېم اے وياند له مخې د صوبې په زياتره ضلعو كښې د وړومبۍ جولائي څخه تر پينځمې د سيلۍ سره د باران امكان دے۔بره ضلعو كښې لینډ سلائیډنګ او ځائې خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ده۔پېښور، چارسدہ، نوښار ، مردان، سوات او ایبټ …
د خېبر پښتونخوا پي ډي اېم اے صوبه كښې د پشكال بارانونو څخه وړاندې سپیل الرټ جاري كړو

مزید خبریں
پېښور 29 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پي ډي اېم اے صوبه كښې د پشكال بارانونو څخه وړاندې سپیل الرټ جاري كړو۔د خېبرپښتونخوا پي ډي اېم اے وياند له مخې د صوبې په زياتره ضلعو كښې د وړومبۍ جولائي څخه تر پينځمې د سيلۍ سره د باران امكان دے۔بره ضلعو كښې لینډ سلائیډنګ او ځائې خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ده۔پېښور، چارسدہ، نوښار ، مردان، سوات او ایبټ آباد كښې د اربن فلډنګ امکان دے۔د سيلۍ او تندر له امله كمزورو ودانيو ، سولر پینلز او فصلونو ته د زيان رسيدو اندېښنه ده۔وياند ووئيل پي ډي اېم اے ضلعی انتظامیه ته د وړاندې څخه د حفاظتي اقدامات بشپړولو، د ریسکیو ډلو، مشینرۍ او د ایمرجنسی سروسزد چمتو كولو سپارښتنه كړې ده ۔وياند سېلګرو ته هم سپارښتنه وكړه چې د غير ضروري مزل څخه ډډه وكړي، دریابونو او خوړونو ته نزدې تللو څخه ډډه وكړي۔ده ووئيل كروندګر دې د خپلو فصلونو او څاروو تحفظ له احتیاطی تدابیر اختیار کړي۔ده ووئيل د پي ډي اېم اے ایمرجنسی آپریشن سینټر په بشپړه ډول فعاله دے او اولس دې د كومب هم ناوړه پېښې اطلاع په دې لمبر 1700 وركړي۔










