اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پاکستان ايګريکلچرل ريسرچ کونسل په صحيح معنو د زرعي تحقيق مرکز جوړولو او د صوبو په مشاورت د جامع قامي زرعي پاليسي زر تر زره د مرتب كولو امر سره وئيلي دي زرعي څانګه پاکستان د تل پاتي معاشي پرمختګ په لاره د روانولو بشپړ صلاحيت لري۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د قامي غذائي تحفظ و …
وزيراعظم محمد شهباز شريف پاکستان ايګريکلچرل ريسرچ کونسل په صحيح معنو د زرعي تحقيق مرکز جوړولو او د صوبو په مشاورت د جامع قامي زرعي پاليسۍ زر تر زره مرتب كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پاکستان ايګريکلچرل ريسرچ کونسل په صحيح معنو د زرعي تحقيق مرکز جوړولو او د صوبو په مشاورت د جامع قامي زرعي پاليسي زر تر زره د مرتب كولو امر سره وئيلي دي زرعي څانګه پاکستان د تل پاتي معاشي پرمختګ په لاره د روانولو بشپړ صلاحيت لري۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت تنظيم نو او په زرعي څانګه كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، محمد اورنګزيب، عطا الله تارړ، شزا فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر، زراعت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر احمد عمير او د اړوند ادارو چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم د صوبو په مشاورت د جامع قامي زرعي پاليسي زر تر زره مرتب كولو او په زرعي څانګه كښې ايپکس فورم جوړولو امر وكړو٬ دا فورم به د ايګريکلچر انوويشن او په ګروتھ پلان مؤثره عملدرآمد باوري كولو په اړه په مياشتيزه توګه غونډه كوي۔ د وزيراعظم په امر د زرخيز-اي زرعي قرضو پروګرام لپره دې ګرد هېواد كښې د خبرتيا كمپائن پېل كړې شي دغسې چې د ګروندګرو تر آسانو زرعي قرضو رسنه لا ښه كړې شي۔ ده پاکستان ايګريکلچرل ريسرچ کونسل په صحيح معنو كښې د زرعي تحقيق مرکز جوړولو امر سره ووئيل زرعي څانګه د پاکستان د تل پاتې معاشي ترقۍ د لارې هوارولو بشپړ صلاحيت لري، ښه تخم، جديد زرعي ټيکنالوجي، اوبه او د سرې په وخت او مناسب رسنې سره به د اېكړ په سر پېداوار زيات شي۔ وزيراعظم د زرعي غلې ويليو ايډيشن، بهتر ويئر هاؤسنګ او د جديد ذخيره سازۍ نظام ته د پام لرنې هم امر هم وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په زرعي څانګه كښې د اصلاحات په اړه تجويزونه هم وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نيشنل ايګريکلچرل ريسرچ سينټر لخوا د ازموئنې په بنياد د ملټي ګرين فلور جوړولو باندې كار روان دے، په مصنوعي ځېركتيا اډانه اېپ جوړېږي كوم چې به كروندګرو ته د چينجو او د فصلونو رنځوانو مخ نيوي له مرستياله وګرځي۔ د بريفنګ له مخې نيشنل کريډټ ګارنټي کمپني لميټډ به كروندګرو له تر آسانې قرضې رسنې لپاره فنډز وركوي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول نيشنل سيډ پاليسي او نيشنل ايګريکلچر بائيو ټيکنالوجي پاليسۍ په دې وروستيو كښې منظور شوې دي، پاکستان نيشنل اوليو (Olive) ويليو چين پاليسي په مشاورت مكمل شوې او ډېره زر به منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي٬ د غنمو په اړه قامي پاليسي او د لائيو اسټاک په اړه په يو شمېر پاليسيو مشاورت لا روان دے۔










