د نيوزي لينډ او آسټريليا ترمينځه دويم او وروستې ټيسټ ميچ (سبا) پيل كيږي

کرائسټ چرچ۔7مارچ(اے پی پی) د نیوزی لینډ او آسټریلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستې ټېسټ مېچ (سبا) د جمعې ورځې څخه تر 12 مارچ په هېګلے اوول، کرائسټ چرچ كښې كيږي۔ آسټریلوی لوبډلې ته د كېويز په ضد د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ کېنګروز په اولني ټېسټ مېچ كښې نیوزی لېنډ ته 172 رنز سره ماتې …

کرائسټ چرچ۔7مارچ(اے پی پی) د نیوزی لینډ او آسټریلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستې ټېسټ مېچ (سبا) د جمعې ورځې څخه تر 12 مارچ په هېګلے اوول، کرائسټ چرچ كښې كيږي۔ آسټریلوی لوبډلې ته د كېويز په ضد د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ کېنګروز په اولني ټېسټ مېچ كښې نیوزی لېنډ ته 172 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه په شوي د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې آسټريليا نيوزي لېنډ وائټ واش كړې وو۔ آسټریلوی لوبډله دا مهال د نيوزي لېند په دوره ده چرته چې هغې د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز او يو ټېسټ كړے دے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ سبا د جمعې په ورځ تر 12 مارچ هېګلے كرائسټ اوول چرچ كښې كيږي۔ په ټېسټ سيريز كښې د نیوزی لېنډ مشري به ټم سائوتھی او د آسټریليا نوموړے آل راؤنډر پيټ كمنز كوي۔