د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي سره د نيوزي لينډ د امنيتي پلاوي ملاقات

پېنډۍ ۔6 مارچ(اے پی پی)د پي سي بي چیئرمېن محسن نقوی سره د نیوزی لېنډ امنيتي پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلې د پاكستان دورې لپاره په روانو انتظاماتو او امنيتي پلان د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي کېوی وفد ته د فول پروف امنيتي انتظاماتو باور وركړو۔ کیوی پلاوې د پاكستان كركټ بورډ لخوا د بشپړ كړې شويو انتظاماتو …

پېنډۍ ۔6 مارچ(اے پی پی)د پي سي بي چیئرمېن محسن نقوی سره د نیوزی لېنډ امنيتي پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلې د پاكستان دورې لپاره په روانو انتظاماتو او امنيتي پلان د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي کېوی وفد ته د فول پروف امنيتي انتظاماتو باور وركړو۔ کیوی پلاوې د پاكستان كركټ بورډ لخوا د بشپړ كړې شويو انتظاماتو په اړه خبر كړے شو۔ امنيتي پلاوي د راولپنډی کرکټ سټیډیم دورہ وكړه او په امنيتي پلان يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه د پي سي بي چیف آپرېټنګ آفیسر سلمان نصیر، ډائرېکټر سیکیورټی ډیپارټمنټ کرنل خالد او ډائریکټر انټرنیشنل پاکستان کرکټ بورډ عثمان واهله هم موجود وو۔