پېښور هائیکورټ د انتخابي نتيجو په ضد په درخواستونو الیکشن کمېشن ته نوټس جاري کړو

پېښور 05 مارچ (اے پي پي) پېښور هائیکورټ د انتخابي نتيجو په ضد په درخواستونو الیکشن کمېشن ته نوټس جاری کولو سره په دوو ورځو كښې ځواب غوښتے دے۔د پېښور هائیکورټ جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس شکیل احمد د پي ټي آئي لارښودو د اړخه د انتخابی نتيجو دستاویز ات لپاره د کیس سماعت وكړو ٬ جسټس اشتیاق ابراهیم ووئيل تاسو فارم 45 غواړې ،په دې علی ګوهر درانی ایډووکیټ ووئيل او جي هم هغه غواړو كوم چې نه راكوي، مصدقه دستاویزات دې راكړے شي،دې لپاره الیکشن ټربیونل ته نه شو تللے ۔دغسې عدالت الیکشن کمېشن ته نوټس جاري کولو سره تر 7 مارچ ځواب وغوښتو ٬ درخواست كوونكو كشې تیمور سلیم جھګړا، کامران بنګش، محمود جان او علی زمان شامل دي۔ملك شهاب، عاصم خان، حامد الحق او ارباب جهانداد هم انتخابي دستاویزات وركولو لپاره درخواستونه جمع كړې دي