اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي صحت يوازې انتظامي نا، د قامي سلامتيا او د معيشت هم مهمه مسئله ده٬ پاکستان كښې د رنځونو د زيات شوي بار له امله په هيلتھ کيئر سسټم فشار زياتېږي ٬ د دې مخه نيوي لپاره به د رنځونو درملنې سره سره د دې بنيادي وجوهات ته پام كول وي۔ د دې خيالاتو …
روغتيا يوازې انتظامي نا، د قامي سلامتيا او د معيشت هم مهمه مسئله ده٬ د وفاقي وزير انټرنيشنل کنفرنس آف لائف اسټائل ميډيسن ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي صحت يوازې انتظامي نا، د قامي سلامتيا او د معيشت هم مهمه مسئله ده٬ پاکستان كښې د رنځونو د زيات شوي بار له امله په هيلتھ کيئر سسټم فشار زياتېږي ٬ د دې مخه نيوي لپاره به د رنځونو درملنې سره سره د دې بنيادي وجوهات ته پام كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنيشنل کنفرنس آف لائف اسټائل ميډيسن ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل يوازې نور روغتونونه او ډاكټران پېدا كول د رنځونو د مسئلې مستقل حل نه دے ٬ د رنځونو زيات شوي بار كمولو لپاره احتياط، د رنځونو نه بچ كېدل او د صحت ودې ته به خاص پام لرنه كول وي۔ ده ووئيل لائف اسټائل ميډيسن تل پاتې جوړول او په دې لړ كښې خبرتيا هر كس ته رسول ضروري ده ٬ لائف اسټائل ميډيسن مضمون ته ودې وركولو لپاره د پاکستان ميډيکل اينډ ډينټل کونسل (پي اېم ډي سي) كښې اقدامات شوي دي۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل پي اېم ډي سي كښې د لائف سټائل ميډيسن کورس شموليت او په دې لر كښې د كمېټۍ جوړولو كار بشپړ شوے دے









