اسلام آباد ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) پاكستان مسلم ليګ قيوم د هند مدهيه پردېش ايالت كښې د 636 كاله پخواني تاريخي جماعت د نړولو د هڅې سخته غندنه كړې ده۔ د مسلم ليګ قيوم مركزي د اطلاعات ډپټي سېكرټري فېصل انور بيان كښې وئېلي دي د مودي انتها خوښې واكمنۍ كښې په هند كښې مېشته مسلمانانو او اقليتونو باندې ژوند تنګ كړے شوے ۔ هغه ووئېل د …
مدهيه پردېش كښې د 636 كاله پخواني تاريخي جماعت د نړولو هڅه٬ مسلم ليګ قيوم د ملګرو ملتونو او او آئې سي نه د مسلم ورثې د تباهۍ نوټس اغستو غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) پاكستان مسلم ليګ قيوم د هند مدهيه پردېش ايالت كښې د 636 كاله پخواني تاريخي جماعت د نړولو د هڅې سخته غندنه كړې ده۔ د مسلم ليګ قيوم مركزي د اطلاعات ډپټي سېكرټري فېصل انور بيان كښې وئېلي دي د مودي انتها خوښې واكمنۍ كښې په هند كښې مېشته مسلمانانو او اقليتونو باندې ژوند تنګ كړے شوے ۔ هغه ووئېل د پیړيو زوړ تاريخي جماعت باندې بريد په اصل كښې په مسلم تاريخ ٬ اسلامي تهذيب او په مذهبي ورثه نيغ په نيغه بريد دے۔ مسلم ليګ قيوم د هندي سپريم كورټ نه غوښتنه وكړه چې هغه دا تاريخي جماعت سمدستي قامي او تاريخي ورثه ګرځولو سره دې ته رسمي قانوني تحفظ وركړي۔ هغه د ملګرو ملتونو او اسلامي مرستې تنظيم باندې زور راړو چې هغوي هند كښې د مسلم ورثې منظمې تباهۍ او د مذهبي جبر نوټس واخلي۔










