پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د هېواد سلامتيا قامي وژن "عزم استحكام" تر مخه امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په قبائلې ضلع خېبر كښې په باړه سيمه كښې په استخباراتي بنياد يو كامياب آپړېشن كښې د فتنه الخوارج 5 بد نامه ترهه ګر وژلې دي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه آپرېشن د ترهه ګرو د شتوالي په مصدقه استخباراتي معلومات وكړے شو۔ د فورسز موثره او تند …
د خېبر پښتونخوا باړه سيمه كښې د آپرېشن په مهال 5 خوارجي ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د هېواد سلامتيا قامي وژن “عزم استحكام” تر مخه امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په قبائلې ضلع خېبر كښې په باړه سيمه كښې په استخباراتي بنياد يو كامياب آپړېشن كښې د فتنه الخوارج 5 بد نامه ترهه ګر وژلې دي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه آپرېشن د ترهه ګرو د شتوالي په مصدقه استخباراتي معلومات وكړے شو۔ د فورسز موثره او تند رفتاره كاروائۍ په نتيجه كښې د خارجي ترهه ګرو پټن ځايونه په بشپره توګه ړنګ كړے شول او د وژلے شوو ترهه ګرو څخه په لوي مقدار جديد وسله ٬ ګوله بارود او بارودي مواد برآمد كړے شول۔ امنيتي ذرائيعو د دې عزم پخلے كړے دے چې ځواكونه د هېواد څخه د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې او تل پاتي امن راوستو لپاره عزم لري۔









