اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ مشن سره د نهې په ورځ ابتدائي ملاقات وكړو ٬ د نړيوال مالياتي فنډ مشن پاکستان لپاره د فنډ پراختيا سهولت (اي اېف اېف) څلورم اورريزسټنس اينډ سسټين ايبلټي سهولت (آر اېس اېف) درېم جاج لپاره د پاكستان په دوره دے چې مشري ئې آئيوا پيټرووا كوي٬ په ملاقات كښې د …
وفاقي وزير محمد اورنګزېب د نړيوال مالياتي فنډ مشن سره ابتدائي ملاقات، په پاليسي اقدامات او په راروانو جائزو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ مشن سره د نهې په ورځ ابتدائي ملاقات وكړو ٬ د نړيوال مالياتي فنډ مشن پاکستان لپاره د فنډ پراختيا سهولت (اي اېف اېف) څلورم اورريزسټنس اينډ سسټين ايبلټي سهولت (آر اېس اېف) درېم جاج لپاره د پاكستان په دوره دے چې مشري ئې آئيوا پيټرووا كوي٬ په ملاقات كښې د پاکستان او د آئي اېم اېف ترمېنځه د روان پروګرام له مخې په شوي پيشرفت، پاليسي اقدامات او د جائزو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ په ابتدائي ورچوئل خبرو كښې د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د اېف بي آر چئيرمېن راشد محمود لنګړيال او د خزانې وزارت لوړ پوري هم موجود وٶ، پاکستان دا مهال د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) فنډ پراختيا سهولت او د ريزسټنس اينډ سسټين ايبلټي سهولت(آراېس اېف) له مخې په پروګرام عملدرآمد كوي۔ د فنډ پراختيا سهولت بنيادي مقصد د پاکستان مالياتي او په بهرنۍ څانګه كښې تل پاتې بهتري راوستل٬ معاشي استحكام قوي كول او د ډھانچه جاتي اصلاحات د لارې معيشت په مستحکمو بنيادونو روانول دي٬ د دې له مخې مالياتي نظم و ضبط، د ټيکس په څانګه كښې اصلاحات، د توان په څانګه كښې ښه والے او د سرکاري ادارو پشمول بېلو څانګو كښې اصلاحات ته پاملرنه روانه ده۔ د ريزسټنس اينډ سسټين ايبلټي سهولت د اوږدې مودې ډھانچه جاتي ساختي مسئلو، په خاص توګه د موسمياتي بدلون او د قدرتي افتونو خطرو مخه نيوي لپاره د پاکستان معيشت د زيات لچکداره كولو په اړه دے ٬ د دې پروګرام له مخې موسمياتي پاليسي، توان، قدرتي وسائل او د مالياتي و اداره جاتي ډھانچه كښې په داسې اصلاحات زور راوړل دي كوم چې د پاکستان موسمياتي او معاشي لچک كښې زياتوالے وكړي۔ نړيوال مالياتي فنډ خپل د جاج درېمې غونډې په پائې كښې خپل بيان كښې ووئيل په مضبوط پاليسو د موثر عملدرآمد په نتيجه كښې د پاکستان د معاشي بحالۍ عمل روان دے، چې ورسره د سرمايه كارو او كاروباريانو باور زيات شوے او د معيشت د مختلف نوعيت ستونزو مقابله كولو له مرسته ترلاسه شوې ده٬ د بنيادي منظرنامې له مخې د جنګ په نتيجه كښې د ګرانۍ فشار زياتېدو٬ معاشي نمو او د توازن په ادائيګۍ د منفي اثرات مرتب كېدو اندېښنه ده، خو د مجموعي اثرات محدود پاتې كېدو هيله ده









