ګوادر۔ 29 ستمبر (اے پي پي ) د ګوادر ټي ټي سي كالوني استوګن حنيف د پلار نوم چكا د 6 ورځو نه د خپلې بې دركه خور ثمينه په بې دركۍ د اندیښنې څرګندونې كولو سره د صورتحال واضحه كولو او د هغې د راخوشي كولو غږ كړے دے۔ خپله يوه وېډيو كښې او ليكلي بيان كښې حنيف ووئېل زما تعلق د يوې غريبې او خوارې كښې كورنۍ …
د ګوادر ټي ټي سي كالونۍ استوګن حنيف د خپلې بې دركه خور په اړه بيان ٬ د كورنۍ ترهه ګرو تنظيمونو څخه هيڅ تعلق نشته
ګوادر۔ 29 ستمبر (اے پي پي ) د ګوادر ټي ټي سي كالوني استوګن حنيف د پلار نوم چكا د 6 ورځو نه د خپلې بې دركه خور ثمينه په بې دركۍ د اندیښنې څرګندونې كولو سره د صورتحال واضحه كولو او د هغې د راخوشي كولو غږ كړے دے۔ خپله يوه وېډيو كښې او ليكلي بيان كښې حنيف ووئېل زما تعلق د يوې غريبې او خوارې كښې كورنۍ څخه دے كومه چې د ورځې په حساب په خوارۍ مزدورۍ په عزت سره خپله روزي ګټي۔هغه په ښكاره ټكو واضحه كړه كه ثمينه پخپله د كوم ترهه ګر تنظيم يا شر خوښي تنظيم برخه ګرځېدلې وي نو زمونږ د كورنۍ د هغې سره او د داسې كوم اقدام سره به هيڅ تعلق نه وي۔ د حنيف وېنا وه مونږ په هېواد مئين پاكستانيان يوو ٬ د هېواد د آئين و قانون مكمل تابع يوو او د رياست په ضد د كوم هم عمل بيخي مرسته نه كوو۔










