پېښور ضلع كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شو

پېښور 03 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخواہ د نورو ضلعو په شان پېښور ضلع كښې هم د اوتر په ورځ د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شوې ، په دې لړ كښې د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د امنيت سخت انتظامات شوې ؤ،اېس اېس پی آپریشنزکاشف آفتاب عباسی ټول انتظامات په خپله مانیټر كوي، اېس اېس پی آپریشنز ووئيل ټوله ضلع كښې به د کیپټل سټی پولیس تقریباً 6 زره پولیس افسران او اهلکار خذمات ترسره كوي، لوکل پولیس ابابیل اوسټی پټرولنګ اضافی ګزمه روانه ده،پېښور ضلع په ټولو داخلی او خارجی لارو ناکه بندي شوي۔ ډویژنل اېس پیز، ټول اېس ډی پی اوز اړوند بی ایچ اوز ، روغتونونو او خپلو خپلو سيمو كښې د امنيت د انتظامات جاج اخلي۔