د خېبر پښتونخوا نوې منتخب وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور سوګند پورته كولو نه پس وزیراعلیٰ سیکرټریټ ته راتګ

پېښور 02 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نوې منتخب وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور سوګند پورته كولو نه پس په سمدستي توګه وزیراعلیٰ سیکرټریټ ته رسيدلې۔ چیف سیکرټری ، انسپکټر جنرل پولیس او وزیراعلیٰ پرنسپل سیکرټری د هغه هركلے وكړو۔په دې موقع د پولیس يوې چټك ډلې وزیراعلیٰ ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزیراعلیٰ سره د هغه په دفتر كښې د صوبائی حکومت اعلی چارواكو ملاقات وكړو۔ وزیر اعلیٰ ته د وزیر اعلیٰ سیکرټریټ چارو په اړه مختصر بریفنګ وركړې شو۔