کوئټه 02 مارچ (اے پي پي) نوې منتخب شوې د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټی د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړې دے۔د سوګند پورته كولو دستوره ګورنر هاؤس كښې وشوه،د بلوچستانګورنر ملك عبدالولی خان کاکړ د نوې منتخب شوې وزیراعلیٰ میر سرفراز احمد بګټی څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری، د بلوچستان اسمبلۍ اسپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی، ډپټی اسپیکر غزاله ګوله، صوبائی اسمبلۍ غړو ، اعلیٰ سول چارواكو پشمول بېلو سياسي ګوندونو مشرانو او سياسي کارمندانو ګډون وكړو۔