كوز چترال 02 مارچ (اے پي پي) د كوز چترال ضلع كښې لواری ټنل او شا او خوا كښې د واوري او باران سلسله روانه ده،تر اوسه په چترال كښې 55 نه تر 60 انچ واوره پريوتې ده۔د كوز چترال ضلعی انتظامیې له مخې كوز چترال كښې د واوري سلسله روانه ده ٬ دغسې د كوم هم زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوي۔ په لواری چترال سائیډ 55 نه تر 60 انچ دغسې په دیر سائیډ كښې 40 نه تر 45 انچ واوره پريتې ده۔ لواری اپروچ روډ د حفاظتی اقدامات ترمخه ټرافك لپاره بند کړې شوي، روډ کلئیر كيدو نه پس به خبرولې شي۔د كوز چترال ډپټی کمشنر محمد عمران خان په سپارښتنه د این ایچ اے مشینری سټینډ بائی ده۔د دروش ایډیشنل اسسټنټ کمشنر ډاکټر محمد علی ټنل كښې موجود دې او پخپله د آپریشن نګرانی کوي۔ټولې ادارې الرټ کړې شوي۔