الېکشن کميشن آف پاکستان بلوچستان څخه د سېنېټ په خالي شوو چوكو د ټاكنو شېډول اعلان كړو

کوئټه 01 مارچ (اے پي پي) الېکشن کميشن آف پاکستان بلوچستان څخه د سېنېټ په خالي شوو چوكو د انتخابات شېډول اعلان كړو٬ د شېډول له مخې پولنګ به په 14م مارچ كېږي٬ ذكر شوې چوكۍ د سرفراز احمد بګټي، پرنس احمد عمر احمدزئي او مولانا عبدالغفور حېدري په مستعفي كېدو خالې شوې وې٬ سېنېټ انتخابات لپاره صوبائي اليکشن کمشنر محمد فريد آفريدې ريټرنګ افسر مقرر كړے شوے٬ د نامزدګۍ كاغذونه به په دوېم او درېم مارچ تر ټاكلي وخت جمع كولې شي٬ د كانديدانو فهرست به په درېم مارچ لګولې شي٬ د ريټرنګ آفيسر لخوا نامزدګۍ كاغذونو جانچ پړتال آخري نيټه پنځم مارچ او د دې د منظورېدو يا مسترد كېدو په ضد اپيلونو له اووم مارچ مقرر كړے شوے٬ د ټربيونل لخوا دا پيلونو ترسره كولو آخري نيټه 9م مارچ ده او هم په دغه ورځ به د كانديدانو نظر ثاني شوے فهرست جاري كېږي٬ د نامزدګۍ كاغذونو بېرته اغستو نيټه لسم مارچ مقرر كړې شوې ٬ د شېډول له مخې په درې واړو چوكو به پولنګ په 14م مارچ د سهار نهه بجو نه تر ماښام څلور بجو د كومې دمې نه غېر روان وي۔ د يادونې وړ ده د سېنېټ د دې چوكو پولنګ به بلوچستان اسمبلۍ كوئټه كښې كېږي۔