پاك چين دوستي په شريك احترام ٬  باور او د امن و باور  په شريك عزم اډاڼه ده٬   د كنفيوشس تعليمات نن هم  د علم  و تعليم ٬ دوستۍ  او هم غږۍ  په اړه غېر معمولي اهميت لري ٬ د سېنېټ چيئرمېن

  قوفو٬ چين ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي  د پاكستان او چين دوستي په باور ٬ شريك احترام ٬ مرسته او د امن و پرمختګ  په شريك عزم اډاڼه ده۔ د كنفيوشس تعليمات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ  ٬ هم غږۍ او د شريك احترام په اړه غېر معمولي اهميت لري ۔  ده دا خبره چائنا انټر …

 

قوفو٬ چين ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي  د پاكستان او چين دوستي په باور ٬ شريك احترام ٬ مرسته او د امن و پرمختګ  په شريك عزم اډاڼه ده۔ د كنفيوشس تعليمات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ  ٬ هم غږۍ او د شريك احترام په اړه غېر معمولي اهميت لري ۔  ده دا خبره چائنا انټر نېشنل كنيفوشس كلچر فيسټول  په مهال خپل پېغام كښې وكړه ۔ دا فېسټول د چين تاريخي  ښار قوفو كښې كېږي ٬ كوم چې د عظيم مفكر او فلسفي كنفيوشس پلرنے كلے دے۔ خپل پېغام كښې چيئرمېن فېسټول كښې  ګدون كوونكو ٬  دانشورانو  او د قدرمندو مبلمنو ته مباركي وركولو سره ووئېل  د كنفيوشس تعلميات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ ٬ هم غږۍ او د شريك احترام په اړه  غېر معمولي اهميت لري ۔  د پاكستان او چين د اړيكو ذكر كولو سره  ده ووئېل   په كال 2026 كښې   د دواړو هېوادونو  تر مينځه د سفارتي اړبكو جورېدو 75  كاله بشپرېږي ۔ ده ووئېل   د دواړو هېوادونو زوال نه لرونكې ورورولي د وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي  او په منطقه كښې  امن او استحكام  ته ودې وركولو كښې  مهم كردار ترسره كوي ۔ چيئرمېن ووئېل  تعليم ٬ كلتوري تبادلې او اولسي روابط د پاكستان او چين  اولسونه  يو بل ته لا نزدې كولو كښې مهم كردار ادا كوي ۔ د پاكستان په پوهنتونونو كښې  كنفيوشس انسټي ټيوټ  د خدمات ستائنې كولو سره  ده ووئېل  دا ادارې د چين ژبه او د كلتور وده  او د دواړو  هېوادونو  تر مينځه  پوهه او مشاورت  زياتولو كښبې په زړه پورې كردار ادا كوي۔ ده ځوانانو ته د يو بل څخه  د زده كړې كولو   د نورو موقعو وركولو په ضوروت هم زور راوړو۔دغسې د سېنېټ چيئرمېن  د فقېسټول كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره د پاكستان او چين زړې او د مثالي دوستۍ لپاره د عزم پخلے وكړو۔

 

مزید خبریں