
پیښور 01 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا نوي ټاكلي شوي وزيراعلٰی امين خان ګنډا پور د دې عزم څرګندونه كړی چې په ايماندارۍ او مينه به د صوبې خذمت كوم٬ د اولس خېرښېګړی او د صوبې خوشحالۍ لپاره به كار كوو او كرپشن به په هېڅ صورت برداشت نه كړے شي ۔د جمعې په ورځ وزيراعلٰی د ټاكلے كېدو نه پس په ايوان كښې د وينا كولو په مهال علي امين ګنډا پور ووئيل اولس ته انصاف وركول٬د كرپشن خاتمه او د اولس خېرښېګړې لپاره د هېواد په مجموعي نظام كښې د اصلاح ضرورت دے ۔علي امين ګنډا پور ووئيل پاكستان تحريك انصاف د كشمير او د فلسطين مسئلې په موثر انداز رامخې ته كړي۔علي امين ګنډا پور ووئيل په صوبه كښې بغېر د جامع شواهدو درج كړے شوي ټول اېف آئي آرز٬كه هغه د چا هم په ضد وي په يوه اوونۍ كښې دننه دې ختم كړے شي۔ده په ټاكنو كښې د مبينه ټګۍ منصفانه پلټنو غوښتنه كولو سره ووئيل د رياست فرض دے چې هغه اولس ته خپل حق وركړي۔دغسې ده د خپلې حلقې څخه د ووټونو بيا شمېرې وړاندېز هم وكړو ۔ده د پي ټي آئي باني منصفانه ټرائل هم غوښتنه وكړه۔علي امين ګنډا پور په مينډېټ وركولو د صوبې اولس او اسمبلۍ غړو مننه كوم