پېښور 01 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي د اسمبلۍ غونډه تر نامعلومې مودې ځنډولې ده ۔ د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډه كښې د وزيراعليٰ د ټاكنې عمل ترسره كېدو نه وروستو نوي ټاكلي وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور او د مخالفې ډلې مشر ډاکټر عباد اللہ ايوان ته وېنا وكړه او د دې نه وروستو سپيكر د ګورنر پېغام په اورولو د اسمبلۍ غونډه تر نامعلومې مودې وځنډوله۔