
پېښور 01 مارچ (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف (پي ټي آئي) مرستياله آزاد غړے د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ علی امین ګنډاپور په اکثریت سره د صوبې 19م وزیراعلیٰ وټاكلے شو۔ ضلع شانګله څخه ټاكلے شوے د هغه مقابل د (ن) لیګ امیدوارعباد الله كوم چې د انجینئر امیر مقام ورور دے ماتې سره مخ شو۔د وزیراعلیٰ ټاكنه د اېم پی ایز د اوپن تقسیيم ترمخه وشوه ٬ علی امین ګنډاپور 90 دغسې عباد الله 16 ووټونه ترلاسه كړل ، جے یو آئی ف انتخابی عمل څخه بائیکاټ وکړو ۔د جمعې په ورځ د اسمبلۍ غونډه د يو نيم ساعت تاخیر څخه پيل شوه ٬ د اسمبلۍ غونډه د نوي ټاكلي سپیکر بابرسلیم سواتي په مشرۍ كښې وشوه ۔د غونډې پيل كيدو څخه وړاندې د غیرمتعلقه كسانو په داخليدو بنديز ؤ دغسې میډیا نمائندګان هم د هال ګیلری ته لېږلې شول ۔د تلاوت کلام پاك نه پس سپیکر د صوبې وزیراعلیٰ انتخاب تګلاره اعلان کړه او غیرحاضر اېم پی ایز حاضرۍ لپاره ئې 5 دقيقي ایوان كښې ټلۍ وغږوله ٬ دې نه پس د هال تمبې بندې كړې شوي۔په دې موقع سپیکر ایوان ته ووئيل تيره ورځ د وزیراعلیٰ انتخاب لپاره څلور اېم پی ایز علی امین ګنډا پور،هشام انعام الله ، زرك خان او عباد الله کاغذونه جمع كړي كوم چې درست ګرځولې شوي دغسې دوه امیدوارانو زرك خان او هشام انعام الله د دې نه پس خپل کاغذات بيرته واخستل۔دې نه بس د وزیراعلیٰ لپاره باقاعده انتخابي عمل پيل شو او ووټنګ لپاره دوه لابي بيلي كړې شوې٬ په دې مهال د اپوزیشن د اړخه د وزیراعلیٰ امیدوار ډاکټرعباد د خپلو اسمبلۍ غړو سره لابي لمبر 2 ته لاړ ٬ حکومتی غړي د علی امین ګنډا پور سره لابی لمبر1 ته لاړل ٬ دې نه پس د دواړو لابي دروازې بندې كړې شوې ۔ د اسمبلۍ سټاف د اړخه د غړو شميرې نه پس سپیکر نتيجه اعلان کړه ۔ دغسې د وزیراعلیٰ په ټاكنو كښې 108 غړو برخه واخسته۔عباد الله ته د پی پی 5 ، د پی ټی آئی پی دوو او د (ن) لیګ 9 غړو ملاتړ ترلاسه ؤ ٬ د عباد الله ټول ووټونه 16 او د پي ټي آئي مستياله غړو شميره 92 وه ٬ دغسې علی امین ګنډاپورد 90 ووټونو په تر لاسه كولو كامياب شو ۔د اے این پی غړي ارباب عثمان د ګوند د صدر پريكړې منلو څخه په انکار کولو د ووټنګ عمل كښې برخه واغسته او ډاکټرعباد له ئې ووت وركړو۔دې پس وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔